جرمني کې د فوټبال بونډیس لیګ لوبې پیلېږي

په دې ترڅ کې د سختو روغتیایي اقداماتو تدابیر هم نیول کېږي او سټډیوم به تقریباً خالي وي.

جرمني به لومړنی هېواد وي چې تمه ده د کرونا ویروس د خپرېدو په جریان کي د فوټبال بونډیس لیګ لوبې پیل کړي.

ویل کېږي دا لوبي د مې پر ۱۶ د جرمني د ټولو اتلسو لوبډلو په ګډون پیل شي.

البته په دې ترڅ کې د سختو روغتیایي اقداماتو تدابیر هم نیول کېږي او سټډیوم به تقریباً خالي وي.

هغه لوبي چې په خالي سټډیو م کې ترسره کېږي د ارواح لوبې بلل کېږي او د آلمان د بونډیس لیګ لوبې هم په همدې شرایطو کې پیلېږي.

یوازې شاوخوا دوه سوه تنه به اجازه ولري چې سټډیوم ته ورشي چې په هغو کې روغتیایې کارکوونکي، امنیتي ټیمونه او هم د رسنیو استازي شامل دي.

ټول تمه لري چې لوبغاړي ماسکونه واغوندي.