غور چارواکي: د نښتو له امله طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

د غور سیمه ییز چارواکي وایي وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو یوه امنیتي پوسته نیولې، دوه تنه سرتېري یې وژلي، دوه ټپیان او ۱۱ نور یې ژوندي له ځانه سره بیولي دي.

د غور د ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطق نن آزادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د غور -هرات لویې لاري په اوږدو کې د فېروز کوه په ۱۵ کیلومترۍ کې پر یوې امنیتي پوستې برید وشو.

نوموړي ویلي په دې برید کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د غور د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمعروف رامش دا پېښه تایید کړې خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

طالبانو په وروستیو اوونیو کې پر افغان ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي چې په غبرګون کې یې تېره سې شنبه افغان ولسمشر اشرف غني د طالبانو په ګډون پر ټولو وسله والو مخالفو ډلو د تهاجمي بریدونو د پیل امر وکړ.