غزني کې ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي

غزني

د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې ۲ کوچنیان وژل شوي او ۱ تن زخمي شوی دی.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه‌زاده پرون د مې په ۱۵مه، ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د سرفراز په کلي کې شوې ده.

جمعه‌زاده ویلي چې کوچنیانو په ماین لوبې کولې او ورباندې چاودېدلی دی. د هغوی عمرونه د اتو او لس کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

د پېښې نور جزئیات نه‌دي څرګند شوي.