مجروح: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ کسان مړه شوي

ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ کسه مړه شوي دي.

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۸۲۷ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۱۴ مثبتو پېښو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې پېښې ۶۰۵۳ ته ورسېدې.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح رسنیو ته په استول شوي پیغام کې وویل: "هغه ارقام چې مو ترلاسه کړي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲۲ پېښې ټېسټ شوي چې له ډلې یې ۴۱۴ پېښې مثبتې دي ۵۴ کسان جوړ شوي او ۱۷ نور مړه شوي دي."

د ښاغلي مجروح په خبره، کابل ۱۶۲ او هرات ۱۳۲ هغه ولایتونو دي چې ډېرې پېښې په کې ثبت شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل والي له خلکو څخه غواړي چې ګرځبندیز ته جدي پاملرنه وکړي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري

محمد یعقوب حیدري د جمع په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "موږ له ټولو هټيوالو او لوی سوداګریزو مارکیټونو له مسولینو سره ناسته وکړه، په دې مو سره هوکړه وکړه چې یو شمېر یې خپلې هټۍ د سهار لخوا او یو شمېر وروسته له ماسپښین څخه خپل کار بار ته دوام ورکړي، له دوي ټولو څخه مو تعهد اخیستی او کابینې ته مو استولی دی."

د ښاغلي حیدري په خبره، له اختر وروسته د قرنطین په اړه خبرې روانې دي او ډېر ژر به یې په اړه پرېکړه وشي.