تر اوسه کرونا ویروس ټوله نړۍ کې تر  ۳۰۰۰۰۰ ډېر کسان مړه کړي

ارشيف

په نړۍ کې د کرونا ویروس د مړینو شمېر تر درې لکه کسانو زیات شو.

د جانز هاپکنز پوهنتون د راپور له مخې په امریکا کې تر اوسه په دې ویروس د اخته کسانو شمېر څلور نیم میلیونه ته رسېدلی دی.

د نړۍ یو شمېر هېوادونه غواړي شرکتونه او تجارتونه بېرته پرانېزي ځکه د کرونا ویروس له کبله میلیونونه کسانو دندې له لاسه ورکړي.

په امریکا کې یو اعشاریه څلور میلیونه کسان په دې ناروغي اخته شوي او اتیا زره مړینې ثبت شوي دي چې دا په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوی شمېر دی.

امریکايي چارواکو د کرونا ویروس واکسین جوړېدو ته خوشبیني څرګنده کړې خو تر اوسه نه پوهېږي چې دې واکسین ته به کله لاسرسی وموندل شي.

چین چې د کرونا ویروس د خپرېدو لومړی مرکز وو، وايي چې په تېره میاشت کې يې د کرونا ویروس له کبله هېڅ مړینه نه ده ثبت کړې.

خو یو شمېر منتقدان وايي چې د چین کمونیستي رژيم له دې ویروسه د اغېزمنو شویو ریښتونی شمېر له رسنیو پټوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چین تور پورې کړی چې د کرونا ویروس په اړه یې ناسم معلومات خپاره کړي خو چین دا تورونه ردوي.