امنیتي چارواکي: پکتيا کې ۴ طالبان د خپل ماين چاودنه کې وژل شوي

ارشيف

په پکتیا کې پر طالبانو د هغوی خپل ماین چاودلی او ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولین وایي، دا پېښه پرون د دې ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په سیمه کې وشوه.

د دې لوا د رسنیو د دفتر مسول ایمل مومند د مې ۱۵ مه د جمعې ورځې په سهار ازادي راډیو ته وویل، چې یادو کسانو د سرک په غاړه ماین ځای پر ځای کاوه چې ورباندې چاودلی.

د دوی په وینا ټپي کس د دې ډلې مشر وو.

د یوه بل خبر له مخې پرون د پکتیا ولایت د جانیخېلو ولسوالۍ مرکز ته نږدې دوه تنه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول، چې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوسته یې ډزې وکړې.

د مومند په وینا په وژل شویو کې یو کس د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصل دی.

ایمل زیاتوي په دغه برید کې د دوی یو سرتېری هم ټپی شوی، چې اوس مهال یې روغتیا د ډاډ وړ ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.