افغان چارواکي: د امنیت ټینګښت لپاره له ټولو امکاناتو کار اخیستل کېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سوله د دولت تر ټولو مهم لومړیتوب دی خو په عین حال کې په هېواد کې د امنیت د ټینګښت او د خلکو د دفاع لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت دا بیان د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف د وروستیو څرګندونو پر وړاندې په غبرګون کې خپور کړی دی.

کابلوف د چارشنبې په ورځ وروسته له دې چې ولسمشراشرف غني افغان ځواکونو ته له دفاعي حالت څخه د راوتلو او د تهاجمي عملیاتو د پیل امر وکړ وویل چې دا اقدام به د بین الافغاني خبرو پر لور د حرکت مخه ونیسي.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په بیان کې راغلي چې په هېواد کې وروستۍ تروریستي حملې د افغانستان او نړۍ د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شوي او غندل شوي.

بیان زیاتوي چې افغان حکومت د خپلو خلکو د امنیت د ټینګښت او د دې ډول حملو د تکرار د مخنیوي لپاره د تروریستي ډلو پرضد خپل مشروع دفاعي دریځ اعلان کړی دی.

بیان یادونه کوي هر هېواد چې له دې ډول بیرحمانه حملو سره مخامخ شي او په هغو کې میندې او ماشومان ووژل شي همداسې یو دریځ به غوره کړي.