کندزیان: دلته په ښکاره نشه يي مواد خرڅېږي

ارشیف

د کندز خلک په دې ولايت کې په ښکاره د نشه يي موادو د خرڅولو له امله شکايت کوي.

د کندز ولايت ځينې خلک وايي چې، اوس مهال ډېری ځوانان نشې کوي، په تېره بيا د ټابلیټ کا په نوم نشه يي ګولۍ ډېرې خوري او د دې ګوليو خوراک مخ پر ډېرېدو دی.

دوی وايي چې په کندز کې دا نشه يي مواد ښکاره خرڅېږي، خو پولیس يې مخه نه نيسي، مګر د کندز د امنیه قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري دا خبره نه مني چې په دې ولايت کې نشه يي مواد ښکاره خرڅېږي.

دی دا مني چې په دې ولايت کې نشه يي مواد خرڅېږي، خو د پولیسو له خوا کلک څارل کېږي.