چارواکي: بادغیس کې د نشه يي موادو د قاچاق پر مهال ۲ تنه نیول شوي

ارشیف

د بادغيس ولايت زندان ته د نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال دوه تنه ونيول شول.

د زندانونو د تنظيم ادارې وياند فرهاد باياني ازادۍ راډيو ته وويل، دوو پولیسو غوښتل چې د ښېښې په نوم نشه يي مواد زندان ته يوسي او بيا يې پر زندانيانو باندې خرڅ کړي، خو زندان ته تر وړلو مخکې ونيول شول.

د يادونې وړ ده چې په روان کال کې دا څووم ځل دی چې پوليس زندانونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيول کېږي.