افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۱۳ نوې پېښې ثبت شوې

ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له ۵۰۰۰ اوښتی دی.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د مې په ۱۴مه، په کابل کې خبریالانوته وویل چې ۱۰۰۸ معاینې شوي او ۴۱۳ نوې پېښې ثبت شوې دي.

مایار وویل چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۴ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مکرراً خبرداری ورکړی چې که خلک احتیاط ونه‌کړي، د کرونا وبا به ۸۰ فیصده خلک ونیسي.