امریکا د کرونا پر څېړنیزو مرکزونو له چین سره تړلو هکرانو حملې څېړي

د کرونا ویروس د ازموینې ټیوب

امریکایي چارواکي وایي، له چین سره د تړلو هغو هکرانو په اړه څېړنه کوي چې د امریکا د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څېړنیز مرکزونه‌یې په نښه کړي و.

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اېف‌بي‌ای) او د سایبري امنیت او د تأسیساتو د خوندیتوب ادارې (سي‌ای‌اس‌اې) پرون وویل چې د هغو سایبري فعالانو او نورو غیر دودیزو راټولوونکو په اړه څېړنه کوي چې په متحده ایالاتو کې یې د کرونا د نوي ویروس په اړه څېړنیز مرکزونه په نښه کړي او له خطر سره مخامخ کړي دي.

دغو ادارو په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، لیدل شوي چې دغو فعالانو هڅه کړې چې په دغو مرکزونو کې د معنوي مالکیت مهم معلومات، د واکسین په اړه د درملنې، له شبکو د دې ویروس د ازموینو او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په تړاو د څېړنې په چارو کې د ښکېلو کارکوونکو په اړه معلومات په نښه او هغه په غیر قانوني ډول لاس ته راوړي.

دغو ادارو د دغو سایبري حملو په اړه شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

امریکایي چارواکو په کراتو کراتو چین تورن کړی چې د سایبري جاسوسانو د ګمارلو له لارې غواړي معنوي مالکیت او نور مهم معلومات پټ کړي، خو پیکېنګ دغه ادعاوې ردوي.