خوست او پکتیکا کې په دوو جلا بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي

ارشیف

په خوست او پکتیکا کې چارواکي په دوو جلا بریدونو کې د درې تنو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

په خوست کې برید تېر ماخوستن د دې ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د تورو ډنډو سیمه کې په جومات کې د تراوېحو پر لمونځ کوونکو شوی چې د خوست د امنیه قوماندانۍ د ویاند عادل حیدر په وینا یو لمونځ کوونکی په‌کې وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

په پکتیکا کې د تېرې ورځې برید په ښرنه کې شوی چې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین‌یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تېر مازدیګر د مرکز ښرنې د سبزیو په منډيي سیمه کې د یوه وسله‌وال بریدګر له‌خوا دوه کسان وژل شوي چې یو يې پولیس او بل ولسي وګړی دی."

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند دغه‌راز وویل چې د دې پېښې مشکوک کس پولیسو نیولی او تحقیقات ترې پیل شوي دي.

د دواړو پېښو مسؤلیت تر اوسه چا یا کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی اخیستی.