روغتیا سازمان: کابل کې پر روغتون برید ټکان ورکوونکی او ویروونکی دی

د روغتیا نړیوال سازمان

د روغتیا نړیوال سازمان په کابل کې د سې شنبې ورځې هغه برید چې پر یوه روغتون وشو، ټکان ورکوونکی او ویروونکی وباله او سخت‌یې غندلی دی.

د دې سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس د چهارشنبې په ورځ په یوه انلاین خبري کنفرانس کې د یاد روغتون د قربانیانو د درناوي لپاره یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

نوموړي وویل روغتیایي او مدني کارکوونکي باید هېڅکله په نښه نه‌شي.

ښاغلي ګبریاسوس زیاته کړه په داسې حال کې چې د کرونا له وبا سره لاس او ګرېوان دي، خو ټول اړخونه باید سولې، اوربند او په نړۍ کې د کرونا وبا ختمولو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي وویل د سولې لپاره او د روغتیا لپاره سوله اړینه ده.