سېف د چلډرن: تېر ۴۸ ساعتونه د افغان ماشومانو لپاره ډېر خونړي وو

د کابل د تېرې ورځې له برید ژغورل شوی نوی زېږېدلی ماشوم

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې (سېف د چلډرن) ویلي، تېر ۴۸ ساعتونه افغان ماشومانو ته ډېر خونړي وو.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې مشر تیموتي بیشپ د کابل پروني برید ته په اشارې لیکلي، د زېږېدلي ماشوم لومړنۍ شېبې باید د مور غېږه کې تېرې شي، نه د ډزو او باروتو په اور کې.

ښاغلي بیشپ ویلي، کابل کې پر پروني بې‌رحمانه برید سربېره فراه، لوګر او پکتیکا ولایتونو کې هم بریدونو ۷ ماشومان ووژل.د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې ویلي، داسې حال کې چې نړۍ له کرونا ویروس سره پر مبارزې بوخته ده، غواړي چې افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې جګړه ودروي.