ارګ: کابل او ننګرهار کې پروني بریدونه طالبانو کړي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، کابل او ننګرهار کې پروني بریدونه د طالبانو له‌خوا شوي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، طالبان نه‌شي کولای یوازې د یوې اعلامیې په صادرولو سره دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي.

ښاغلي صدیقي وویل، د سولې په وړاندې دا مهال لوی خڼد د طالبانو جګړه ده او ده له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې طالبان د جګړې پای ته وهڅوي.

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي هم وویل، دوی ته د داعش او طالبانو د همکارۍ حقیقت د داعش د یو شمېر نیول شویو کسانو له خبرو معلوم شوی دی.ښاغلي اندرابي ویلي: "طالبانو د کابل او ننګرهار په پرونیو بریدونو کې چې لسګونه کسان‌یې ووژل او ټپیان کړل، لاس لرل رد کړي دي. طالبان ادعا کوي چې افغان حکومت د داعش پلوي کوي."