'داعش افغانستان کې وروستي بریدونه د طالبانو په همکارۍ ترسره کوي'

ارشیف، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، موندنو یې ښودلې چې داعش په افغانستان کې وروستي بریدونه د طالبانو په همکارۍ ترسره کوي.

د دغه وزارت سرپرست مسعود اندرابي دغه خبرې په کابل کې د پروني ډله‌ییز برید په سیمه کې یوه وېډیویي پيغام کې کړې دي.

هغه زیاته کړه: "موږ چې وروستیو کې ځیني کسان نیولي، راته ښکاره شوې داعش او حقاني شبکه یو بل سره همکاري لري، شوی برید یو جنګي جنایت دی او ښيي چې طالبان هغو هوکړو ته ژمن نه‌دي چې کړې یې دي، طالبانو دا ژمنې په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو نقض کړې دي، موږ په ډاډ سره ویلی شو چې د دې برید مسؤل طالبان دي."

د کابل په پروني برید کې چې د برچي سیمې پر یوه روغتون وشو ۱۴ ملکیان ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول.

په همدې ورځ ننګرهار کې د جنازې په مراسمو برید ۲۶ تنه ووژل او له ۶۰ زیات نور یې ټپیان کړل.

طالبانو بیا دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي او دا بریدونه‌یې غندلي دي.

امریکا او اروپایي ټولنې هم په کابل او ننګرهار کې پروني خونړي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.