کابل او ننګرهار کې حملې په نړیواله کچه له سخت او تند غبرګون سره مخ شوې

کابل کې پرونۍ حمله

د کابل په لوېدیځ دشت برچي کې د ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو په سل بستریز روغتون او د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې پر لمانځه بریدونه، په کور دننه او نړیواله کچه له سخت او تند غبرګون سره مخ شوي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه په خپل پیغام کې دا برید د "طالبانو او داعش کار" وباله او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته‌یې امر وکړ چې د خپلو خلکو د ساتنې لپاره له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت خپل کړي.

د افغانستان له حکومت سربېره د بشري حقونو د ملاتړو بنستونو له‌خوا هم د دې برید پر په اړه تند غبرګون ښودل شوی دی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دا برید یو "نه‌بخښونکی جنایت" بولي.

د دې کمېسیون ویاند او کمېشنر شکرالله مشکور د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۴» ازادي راډیو ته وویل، د جګړې ښکېل لوري باید ملکي ځایونه او خلک په نښه نه کړي.

د بشري حقونو ویاند شکرالله مشکور

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دا ډول پېښې په کلکو ټکو غندي. موږ د جګړې له ښکېلو لورو غواړو چې په خپلو جنګي برنامو او تاکتیکونو کې بشر دوستانه اصولو ته ژمن پاتې شي او په جګړه کې ملکي ځایونه او خلک په نښه نه‌کړي. د دې ډول بریدونو کوونکي به په هېڅ وخت کې ونه‌بخښل شي."

حزب اسلامي هم په یوه اعلامیه کې د کابل او ننګرهار په ګډون په لغمان، خوست او بلخ کې وروستۍ پېښې غندلي او سملاسي یې د تاوتریخوالي د کمولو او بین‌الافغاني خبرو د پیل غوښتنه کړې.

د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ، ناټو، د روغتیا نړیوال سازمان، ناروې، کاناډا، فرانسې، ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم د دې بریدونو په اړه غبرګون ښودلی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ننګرهار او کابل کې شوي بریدونه غندلي او وايي، تر هغه چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او د سیاسي یووالي په برخه کې بشپړه هوکړه نه‌وي شوي، دا هېواد به له دې ډول خطر سره مخ وي.

پومپیو له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې په ګډه او همکارۍ سره د دې بریدونو عاملان د عدالت مېز ته راکاږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم ورته خبرې تکرار کړي او زیاتوي، "په افغانستان کې د ميندو، زېږېدلو او نازېږېدلو ماشومانو په ضد نه‌بیانېدونکی تاوتريخوالی او دغه‌راز د جنازې په مراسمو بريد، سختې کړغېړنې کړنې دي."

د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا بریدونه غندلي او له افغانانو یې په خپل ملاتړ ټینګار کړی.

په افغانستان د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم دا برید غندلی او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په حواله‌یې لیکلي، هغوی چې دا بریدونه کوي، ځواب به‌یې ووايي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس کابل کې پر زېږنتون برید غندلی او وايي، روغتیایي کارکوونکي باید په نښه نه‌شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وزیر شاه محمود قریشي په حواله ویل شوي، د دې بریدونو د غندنې ترڅنګ، له یوه با ثباته افغانستان ملاتړ کوي.

په کابل کې د ایران سفارت هم ویلي، داسې مهال چې افغانستان له کرونا سره په سخته مبارزه کې دی، تاوتریخوالی باید راکم شي.

په کابل کې د ناروې، فرانسې، کاناډا او جرمني سفارتونو سربېره د بخښنې نړیوال سازمان د لوېدیځې اسیا څانګې هم دا برید غندلی او وحشیانه عمل‌یې بللی دی.

په کابل او ننګرهار کې په پرونیو بریدونو کې نږدې ۴۰ تنه ووژل شول او له ۵۰ زیات ټپیان شول.