امریکا او اروپايي ټولنې د کابل او ننګرهار حملې وغندلې

د اروپا او امریکا بیرغونه

امریکا او اروپايي ټولنې د کابل او ننګرهار حملې په کلکه وغندلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر بې‌ګناه خلکو حملې د بخښلو نه‌دي.

دې وزارت عدالت ته د دې بریدونو د عاملانو د راکاږلو لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کابل او ننګرهار د حملو د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي ښودلې ده.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالېسۍ مسؤل هم دا بریدونه په کلکه غندلي او هغه‌یې غیر انساني اعمال بللي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کابل د دشت برچي په سیمه کې پر سل بستريز روغتون د وسله‌والو په برید کې لږترلږه ۱۴ ملکیان او یو پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

د دې وزارت په وینا امنیتي ځواکونو د بې‌پولې ډاکترانو په دغه روغتون کې د ۳ بهرنیانو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر کسان ژغورلي دي.

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په ښېوې ولسوالۍ کې د یوه سیمه‌ییز قوماندان د جنازې په مراسمو کې انتحاري برید ۲۶ تنه وژلي او ۶۸ نور ژوبل کړي دي.