نړۍ کې د اوربند په اړه د پرېکړه‌لیک مسوده امنیت شورا ته وړاندې شوه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د کرونا ویروس وبا په اړه د یوه پرېکړه‌لیک نوې مسوده چې د دې وبا په ترڅ کې د ټولې نړۍ په جګړو کې د اوربند غوښتنه کوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوه.

د دې پرېکړه‌لیک په مسوده کې د امنیت شورا د غړو ترمنځ د روغتیا د نړیوالې ادارې د یادولو پر سر اختلاف و، خو کېدای شي چې دا د دې پرېکړه‌لیک د تصویب لپاره وروستی چانس وي.

چین غواړي چې په پرېکړه‌لیک کې د روغتیا نړیوال سازمان یاد شي، خو د امریکا متحده ایالات نه‌غواړي.

د پرېکړه‌لیک نوې مسوده پرون سې شنبه د جرمني او ایستونیا له لوري وړاندې شوه.

دا پرېکړه‌لیک د افغانستان په شمول د نړۍ په ټولو هغو سیمو کې چې جګړې روانې دي، له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د اوربند غوښتنه کوي.