خوست کې مدني فعالانو د کابل او ننګرهار وروستي بریدونه وغندل

کابل کې پر روغتون پرونی برید

په خوست کې مدني فعالانو د یوه لاریون پر مهال د سې شنبې په ورځ په کابل او ننګرهار کې وروستۍ خونړۍ حملې وغندلې.

په کابل کې پر یوه روغتون د برید پر مهال پرون د دوو نویو زېږېدلیو ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپيان شول.

له دې برید سره نږدې په یوه وخت پرون د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې د جنازې د مراسمو پر مهال په ځان وژونکي برید کې ۲۶ تنه ووژل شول او ۶۸ تنه نور ټپیان شول.

طالبانو پرون ماښام ناوخته ازادي راډيو ته په رااستولي بیان کې ویلي دي چې دا بریدونه دوی نه‌دي کړي.