ولسمشر غني له طالبانو یو ځل بیا د اوربند غوښتنه وکړه

محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.

اشرف غني تېر ماښام په یوه وېډیویي لنډې وینا کې وویل: "یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم چې له کرونا ویروس سره د اغېزمنې مبارزې په خاطر چې دې ویروس زموږ خلک سخت اندېښمن کړي دي او د دوی پر اقتصادي او اجتماعي ژوند یې منفي اغېزې کړې دي، همداراز د جګړې د ختمېدو او پایداره او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د اوربند وړاندیز چې یوازې د حکومت نه، د افغانستان د عظیم ملت او نړیوالې ټولنې غوښتنه هم ده او بیا بیا تکرار شوې ده، ومني."

د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲۸۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوې دي. له دې سره په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۹۶۳ ته ورسېد او تلفات‌یې تر دې دمه ۱۲۷ ته رسېدلي دي.

د روژې میاشتې په پيل کې هم افغان حکومت طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی و، خو دوی وویل چې دا د وس لپاره معقوله غوښتنه نه‌ده د بین‌الافغاني خبرو پر مهال باید بحث پرې وشي.