د پښتون ژغورنې یو مشر او د پارلمان غړی علي وزیر په کرونا ویروس اخته شوی

علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د پاکستان پارلمان غړی علي وزیر په کرونا ویروس اخته شوی دی.

د هغه ملګري، د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مشر محسن داوړ نن د مې په دولسمه پر ټويټر د دې خبر په ورکولو سره ويلي چې علي وزیر احتياطي تدابير پېل کړي دي.

تر دې مخکې د پارلمان رییس او تحریک انصاف غړي، اسد قېصر، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی کامران بنګښ او د سند صوبې ګونر عمران اسماعيل هم په کرونا ویروس اخته شوي و.

په پاکستان کې د کرونا ویروس په اړه شمېرې ساتونکې، دولتي ويب سایټ ليکلي چې د مې تر دولسمې پورې په ټول هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر دوه دېرش زره، شپږ سوه او څلور اويا ته رسېدلی دی، ۷۲۴ ترې مړه شوي او ۸۵۵۵ ترې رغېدلي دي.