ننګرهار چارواکي: د ښېوې په پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۶۸ ټپیان دي

د پېښې ټپیان او مړي روغتون ته د لېږدولو پرمهال

نن له غرمې وړاندې نېږدې ۱۱بجې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان شېخ اکرم د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید وشو چې په دغه پېښه کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۶۸ تنه نور ټپیان شول.

د چارواکو په خبره، په وژل شویو کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبدالله لالاخان ملکزی او په ټپیانو کې د ولسي جرګې غړی نوراغا ملکزی شامل دي.

عبدالله ملکزی د نوراغا ملکزي زوی دی.

د ننګرهار د روغتیایي مسؤلینو په باور، د وروړل شویو ډېری ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د سرچینو په حواله، د جنازې په مراسمو کې په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د ننګرهار د خلکو د استازو په ګډون سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

اخوا د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، د افغانستان دښمنان هېڅ ارزښت نه پېژني او تل یې پر مسجدونو، جنازو او ملکي وګړو بریدونه کړي دي.

د ښاغلي میاخېل په خبره، افغان ځواکونه به ضرور د دې عمل انتقام اخلي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل

هغه زیاته کړه: "متاسفانه چې د افغانستان د خلکو او وطن دښمنان هېڅ ارزښت ته قایل نه دي، دوی همېشه په جنازو، مساجدو او مکاتبو کې انفجارات کړي، همېشه یې زمونږ بې ګناه ولسي کسان وژلي دي او زمونږ دفاعي او امنیتي ځواکونه به دې ته متوجې وي او د دې ټول غچ به اخلي."

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې په ننني ځانمرګي برید کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو کورنۍ او خپلوان وایي، وسله وال مخالفین په چاودنو او ځانمرګو بریدونو سره د خپلو مخاطبینو پر ځای له ملکي وګرو سره دښمني کوي.

دغه زیانمن شوي کسان وایي، د جنازې په مراسمو باندې برید په هېڅ دیني او مذهب کې ځای نه لري نو له دې کبله نه پوهېږي چې له داسې بریدونو د بریدګرو هدف څه کېدای شي.

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې په ننني ځانمرګي برید کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو کورنۍ او خپلوان وایي، د افغانستان جګړه د ناچارو او ملکي وګړو پر وړاندې ده.

دوی زیاتوي چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین په چاودنو او ځانمرګو بریدونو سره د خپلو مخاطبینو پرځای له ملکي وګرو سره دښمني کوي.

دغه زیانمن شوي کسان وایي، د جنازې په مراسمو باندې برید په هېڅ دیني او مذهب کې ځای نه لري نو له دې کبله نه پوهېږي چې له داسې بریدونو د بریدګرو هدف څه کېدای شي.

د دوی له ډلې دوو تنو ازادي راډيو ته وویل، په جنازه کې راټول شوي کسان مسلمانان وو او پر مسلمانانو برید د اسلام پروړاندې یو دښمنانه کار دی.

د سیمې یو تن اوسېدونکي وویل: "د ماما زوی مې په کې شهید شوی، پولیس او نور ډېر خلک راغلي وو، ډېر یې ملکي بې ګناه خلک وو، ملکي وژنه خو په افغانستان کې عامه ده، هر وخت عام خلک وژل کېږي، ما خو ونه لیده چې چرته کوم لوی سړی یا یې خپلوان خو نه وژني، مهم خلک خو بې غمه ګرځي، که وژل کېږي عام غریب ملکي وګړي دي."

د سیمي یو بل اوسېدونکی وايي: "مونږ په لس مترۍ کې ترې ولاړ وو، یو دم درز شو، بیا په ځان پوه نه شو، ځوانان، مشران او سپین ږیري په کې شهیدان او ټپیان شول، بس دا خو د انسانانو عمل نه دی، په دې کې هېڅ انساني عمل نشته، په کافرو کې داسې څه نشته نو اسلام خو لا اسلام دی، جنازه وه او جنازه خو د مسلمانانو کېږي نه د کافرانو او د مسلمان په جنازه کې چې داسې کار وشي نو دا ډېر بد عمل دی."

وسله والو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او دا پېښه یې غندلې ده.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې د ښېوې په ننني برید کې د دغې ډلې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا ډله داسې کړنې نه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن ۳ وسله‎والو حمله کوونکو د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر یوه روغتون حمله وکړه چې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه یې ووژل.

تر اوسه چا د دې بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.