روسیه: تېر ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس ۱۱۰۰۰ کسان اخته شوي

روغتیايي کارکونکي په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته لېږدوي.

روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د ۱۱۰۰۰ کسانو د اخته کېدو راپور ورکړی.

په دې سره هلته په کرونا د ټولو اخته خلکو شمېر ۲۳۲ زرو ته رسېدلی چې تر امریکا وروسته دا په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته خلکو دویم لوړ شمېر دی.

په روسیه کې تر اوسه ۲۲۱۶ کسان د کرونا له لاسه مړه شوي خو لویدیځ چارواکي په دغو شمېرو شک څرګندوي او وايي ښايي روسي چارواکي د مړو دقیق ارقام نه خپروي.

په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا ویروس څه باندې ۴ میلیون او دوه لک کسان اخته شوي چې له ډلې یې دوه لکه او اوه اتیا زره کسان مړه شوي او شاوخوا یو نیم میلیون بېرته ښه شوي.