روسیه کې پر زرګونه کارګرانو محدودیتونه سر له ننه پای ته رسېږي

په روسیه کې ودانیز کارکوونکي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د زرګونه کارګرانو پر کارونو لګېدلي محدودیتونه سر له نن ورځې (مې ۱۲) څخه پای ته رسېږي.

پوتین تېره شپه د روسیې د دولتي ټلوېزیون له لارې خپلو خلکو ته وویل، په هېواد کې به‌یې جدي تدابیر نافذ وي، خو یو شمېر محدودیتونه به په تدریجي توګه کم شي.

د پوتین په وینا د تدابیرو هر ډول کمېدل یا زیاتېدل به په روسیه کې په نویو بدلونونو پورې تړلي وي.

دا مهال له امریکا، اسپانیا او بریتانیا وروسته روسیه په نړۍ کې په کرونا ویروس څلورم ډېر ککړ هېواد دی.

د جانز هاپکنز د پوهنتون د شمېرو له مخې په روسیه کې په 'کووېډ-۱۹' ویروس د اخته کسانو شمېر دا مهال له ۲۲۱ زرو اوښتی دی. دغلته تر ۲،۰۰۰ زیات کسان په دې ویروس مړه شوي دي.

د روسیې پر حکومت داسې انتقادونه هم کېږي چې په کرونا ویروس د اخته او مړو رښتینی شمېر یې نه‌دی په ډاګه کړی.

خو حکومت وايي ټولې شمېرې یې دقیقې او د هغو ازمېښتونو پر بنسټ دي چې په ورځني توګه په روسیه کې ترسره کېږي.