د ۲۰۲۰ کال پیل راهیسې ۲۸۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

یوه راستنېدونکې افغان کورنۍ

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۰ م کال له پیل راهیسې تر اوسه ۲۸۰ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۲۷۸ زره افغانان له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې بیا له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنو شویو افغانانو شمېر ۱،۸۰۰ کسان ښودل شوي.

له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې د کمي یو سبب د تورخم او سپین بولدک د لارو تړل کېدل بلل شوي دي.

دا دواړه بندرونه د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د مارچ له دوهمې نېټې راهیسې د اوږدې مودې په مخ د تګ راتګ لپاره تړلي وو، خو اوس خلک یوازې د شنبې په ورځو د تورخم او سپین بولدک له لارو تګ راتګ کولای شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې له ایران څخه د افغانانو راستنېدل په تېره اوونۍ کې په ۱۰۰ کې ۱۸ زیات شوي او سبب‌یې هم د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنې دي.

ایران په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کېدو ۱۱۰ پېښې ثبت کړي او په دې توګه په منځني ختیځ کې د کرونا ویروس تر ټولو زیات ځپلی هېواد دی.