'کرونا ښايي افغانستان ته تر ۱،۵ میلیارد ډالرو مالي زیان اړولی'

ارشیف، په تورخم بندر کې یو شمېر بند پاتې شوي موټرونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس اټکل کوي چې د کرونا ویروس خپرېدل ښايي افغانستان ته تر یو نیم میلیارده ډالرو مالي زیان واړوي.

سید زمان هاشمي د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، په نږدې ورځو کې به د هغې سروې نتایج خپاره کړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله‌یې افغانستان کې د اوښتو مالي زیانونو په اړه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "په دې کې شک نه‌شته چې د کرونا ویروس پر اقتصادي فعالیتونو، هم په تجارتي هم په غیر تجارتي چارو ناوړه اغېزې کړي. ښايي اټکل وکړو چې تر یو میلیارد یا یو نیم میلیارد ډالرو زیات مالي زیان‌یې زموږ اقتصاد ته اړولی دی."

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د کاروبارونو تړل کېدلو او د سوداګریزو راکړو ورکړو محدودېدلو په افغانستان او نړۍ کې لوی اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي.

دا مهال په کابل او ولایتونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي محدودیتونو ډېر کاروبارونه اغېزمن کړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د دوشنبې تر ورځې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴،۶۸۷ ته رسېده.

د دې وزارت په وینا تر اوسه ۱۲۲ کسان په دې ویروس مړه شوي او ۵۷۴ هم رغېدلي دي.