پر ایرانۍ کښتۍ د راکټي برید له امله ۱۹ کسان وژل شوي

دا پېښه د یکشنبې په ورځ په عمان خلیج کې د تمریناتو پر مهال شوې ده.

یوه ایرانې کښتۍ په تصادفي ډول د همدې هېواد د سمندري تمریناتو پر مهال په توغول شوي راکټ لګېدلې چې له امله یې ۱۹ کسان په کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د ایران سمندري ځواکونو نن دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو وویل چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ په عمان خلیج کې د تمریناتو پر مهال شوې ده.

تر دې وړاندي د ایران دولتي رسنیو د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د ایران نیمه دولتي خبري آژانس ایسنا راپور ورکړی چې دا کنارک نومې کښتۍ یوه ملاتړې کښتې وه چې تر پېښې وروسته په سیمه کې یوې وچې ته انتقال شوې ده.

دا معلومه نه ده چې د پېښې پر مهال په یادې کښتۍ کې څو تنه عمله وه.

تر دې وړاندي د ایران دولتي ټلویزیون دا پېښه یو تصادف بللی او ویلي یې دي چې کښتۍ هدف ته ډېره نژدې پاتې شوې وه.

د امریکا سمندري ځواکونو چې دا سیمه څاري، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران په معمول ډول په یاده سیمه کې چې د هرمز تنګي ته نژدې ده، سمندري تمرینات ترسره کوي.

دا کښتۍ چې په آلمان کې جوړه شوې وه او له ۱۹۸۸ کال راهیسې فعاله وه.

یاده پېښه داسې مهال شوې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ لانجې لا هم روانې دي.