د کرونا ویروس له امله فرانسې او اسپانیا بندیزونه کم خو بریتانیا وغځول

د لندن ښار یوه څنډه

په داسې حال کې چې په فرانسې او اسپانیې کې پرمیلیونونو وګړو نن د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه کم شوي خو بریتانیا دا بندیزونه نور هم وغځول.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن په دغو بندیزونو کې ډیر لږ کموالی اعلان کړ.

په فرانسې کې تر اتو اونیو وروسته خلک کولی شي د ګرځېدو له ځانګړي جواز پرته د باندې ووځي او ځیني دکانونه به پرانیستل شي خو رستورانتونه، سینما او تیاتر به لا هم تړلي وي.

هسپانویان هم چې د دې ویروس د ډېرو ځپل شویو سیمو لکه مادرید او بارسلونا بهر ژوند کوي، کولی شي رستورانونو او بارونو ته چې خلاصه فضا لري، ولاړ شي.

د بریتانیا صدراعظم ویلي جې دا هېواد نشي کولی د فرانسې او هسپانیا په څېر اقدام وکړي.

په بریتانیا کې د کرونا ویروس له کبله ۳۲ زره کسان مړه شوي دي چې په اروپا کې د نورو هېوادونو پر تله د همدې ناروغۍ له کبله د مړو تر ټولو لوړه شمېره ښیي.

په امریکا کې بیا د ټولې نړۍ په کچه د کرونا ویروس له کبله ډېر کسان مړه شوي دي.