لوګر کې ۳ تنه انسان تښتوونکي ونیول شول

د لوګر نقشه

په لوګر کې درې تنه انسان تښتوونکي نیول شوي.

د لوګر امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت د مرکز پل علم اړوند د لومړۍ حوزې پولیسو هغه درې تنه انسان تښتوونکي نیولي چې د وسایطو او انسانانو په تښتولو کې یې لاس درلود.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل: "یادو کسانو غوښتل د صرافانو مارکېټ په سیمه کې د وسایطو د غلا سربېره یو صراف وتښتوي چې د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې د منسوبینو له‌خوا ونیول شول."

د ښاغلي احمدزي په وینا دغو درېیو انسان تښتوونکو له دې وړاندې په یو شمېر جنایي جرمونو او وسله‌والو غلاوو کې هم لاس درلود.