بڼوالو او بزګرانو ته له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه پوهاوی

یو شمېر افغان بڼوال

د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه بڼوالو او بزګرانو ته کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه پوهاوی ورکوي څو له اقتصادي زیانونو خوندي پاتې شي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې یاده پروژه د نړیوال روغتیایي سازمان او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په لارښوونو ترسره کېږي.

نوموړي وویل، د دغو لارښوونو په استفادې سره یو شمېر پیغامونه جوړ شوي او دغه پیغامونه په چاپي او غیر چاپي بڼه پر بڼوالو او مالدارانو وېشل کېږي.

د عامه پوهاوي دغه کمپاین د مخکښو بزګرانو او مالدارانو او د حیواني روغتیا د واحدونو له لارې کلیوالو خلکو ته رسول کېږي.

د دې کمپاین په پیغامونو کې ویل شوي دي چې خلک د خپل بدن د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا لپار باید په خپلو چارو کې کوم ټکي رعایت کړي او کومې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.