د کرکټ ملي لوبغاړی شفیق‌الله شفق ۶ کاله له کرکټ منع شو

شفق‌الله شفق

د افغانستان کرکټ بورډ د دغه هېواد د کرکټ یو ملي لوبغاړی شفیق‌الله شفق د فساد په خاطر شپږ کاله له کرکټ منع کړ.

بورډ دا پرېکړه پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې اعلان کړه.

پر شفق د شپږ کلن بندیز د لګېدو په اړه د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان کرکټ بورډ پر ملي لوبغاړي شفیق‌الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله شپږ کلن بندیز ولګاوه چې پر بنسټ به‌یې نوموړی په یاده موده کې د هېڅ ډول کرکټ اجازه ونه‌لري. شفیق‌الله شفق دا سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو ۲۰۱۸ کال سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلو، هوکړې او همدارنګه د بنګله‌دېش ۲۰۱۹ کال غوره لیګ کې هم ترسره کړې دي."

۳۰ کلن شفیق‌الله شفق وېکټ ساتونکی بېټسمن دی چې د افغانستان لپاره‌یې ۲۴ یو ورځنۍ او ۴۶ نړیوالې ۲۰ اوریزې لوبې کړي.

ده تر اوسه په ځان د لګېدلو تورونو په ارتباط په خپله رسنیو ته څه نه‌دي ویلي، خو د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې شفق خپلې سرغړونې منلي او په تحقیقاتو کې یې ورسره همکاري هم کړې ده.