سټارز انډ سترایپس: ایا د وسله‌والو طالبانو دا ډله د باور وړ ده؟

بهرنۍ ورځپاڼې

دوو امریکایي ورځپاڼو سټارز انډ سټرایپس او واشنګتن ټایمز له طالبانو سره د متحده ایالاتو د سولې تړون ته د اندېښنو په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • سټارز انډ سترایپس

سټارز انډ سترایپس د امریکا د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د دوو مخکښو غړو په وینا لیکي، په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو زیاتېدل دا سؤالونه پيدا کوي چې ایا د وسله‌والو دا ډله د باور وړ ده چې د سولې یوه پلان ته ژمن واوسي؟

د ډیموکرات ګوند غړي الیوت انګیل او د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي مایکل مککول په یوه ګډ بیان کې د جمعې په ورځ وویل چې په افغانستان کې په ډرامتیک ډول د شخړو زیاتېدل له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې د سولې د شوي موافقې له مخې د منلو نه‌دي.

سټارز انډ سټرایپس بیا د فبرورۍ د ۲۹مه، نېټې د سولې تړون ته اشاره کوي او لیکي چې دا موافقه څرګندوي، که طالبان په افغانستان کې د ترهګرو د عملیاتو مخه ونیسي، پر امریکا او د هغې پر متحدانو له بریدونو لاس واخلي او د کابل له حکومت سره د سولې په بین‌الافغاني خبرو کې برخه واخلي، بهرني ځواکونه (امریکایي ځواکونه) به د ۱۴ میاشتو په ترڅ کې له افغانستانه ووځي.

ورځپاڼه بیا د افغانستان د رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش د تېرې اوونۍ راپور ته اشاره کوي چې په‌کې راغلي دي، د سولې تر تړون وروسته پر افغان ځواکونو د بریدونو یوه لړۍ پیل شوې چې تر موسمي بریدونو یې کچه لوړه ده.

د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر انګیل او مخکښ غړی مککول وایي، د شخړو دا لړۍ باید ودرېږي کنه د سولې تړون له خطر سره مخامخېږي. دوی زیاتوي که طالبانو پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته ادامه ورکړه دا سؤالونه پيدا کېږي چې ایا دوی د سولې تړون ته ژمن دي که نه؟

خپرونه وړاندې لیکي چې په وروستیو ورځو کې یو شمېر نورو امریکایي چارواکو هم پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه د سولې له تړون سره په ټکر کې بللي دي، خو د سولې د تړون په متن کې د داسې بریدونو د ممانعت په اړه څه نه‌دي راغلي.

خپرونې بیا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ویاند ډګروال ساني لګېټ خبرو ته اشاره کړې ده چې وایي، طالبانو د هغه شفاهي تړون مخالفت کړی دی چې ویلي و ۸۰ فیصده به شخړې کموي.

د امریکایي ځواکونو دغه ویاند دا خبره تېره اوونۍ پر ټویټر خپره کړې وه او خبرداری یې ورکړی و که طالبان دا ژمنې عملي نه‌کړي عواقب به‌یې وګوري.

  • واشنګتن ټایمز

واشنګتن ټایمز ورځپاڼه د همدې موضوع په اړه لیکي، د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشرانو یوازې شااوخوا دوه میاشتې وروسته تر دې اندېښنې څرګندې کړې دي چې د امریکایانو او طالبانو مرکچیانو اعلان وکړ چې په افغانستان کې به شخړې راکمې شي او تمه ده چې دواړه لوري هغه موافقه وکړي چې له مخې یې د امریکایانو اوږده جګړه پای ته ورسېږي.

واشنګتن ټایمز بیا د روېټرز اژانس په استناد لیکي چې د سولې له تړون راوروسته طالبانو تر ۴۵۰۰ ډېر بریدونه کړي دي او اکثر حملې یې هم په هغو ولایتونو کې کړې دي چې کرونا ویروس ځپلي دي.