د کندهار پولیس: امنیتي حوزې ته بم غورځوونکي ووژل شول

د کندهار نفشه

د کندهار پولیس وایي، دوه هغه کسان‌یې وژلي چې د ښار د ۱۰مې امنیتي حوزې نظام قرول ته‌یې لاسي بمونه غورځولي و.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، دا پېښه پرون ماښام وشوه.

په خبرپاڼه کې وژل شوي کسان غلچکي بریدګر یاد شوي دي، خو دا نه‌دي ویل شوي چې د لاسي بمونو برید کې پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او که نه.

بل لور ته د لوګر امنیه قومانداني وایي، پرون پل علم ښار کې د یوه دکان دننه ماین چاودنې یو دکاندار سخت ټپي کړی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزی وایي، دې دکاندار غوښتل چې دغه ماین ښار کې ځای پر ځای کړي، خو په دکان کې پرې چاودېدلی دی.