افغان حکومت: طالبان دې د بندیانو خوشې کولو لړۍ چټکه کړي

جاوېد فیصل

د افغانستان حکومت له طالبانو غواړي چې له دې ډلي سره د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ چټکه کړي.

د افغانستان د امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن شنبه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان باید د افغانانو وژنه بس کړي او له افغانانو سره مخامخ خبري پیل کړي.

ښاغلي فیصل دغه راز ویلي چې د سولي بهیر ځنډ د توجیه وړ نه دی.

له هغو زرو بندیانو له ډلې چې طالبانو یې د خوشې کېدو ژمنه کړې، تر اوسه ۱۵۰ تنه یې خوشې شوي دي چې په دې کې حکومتي سرتېري او ملکیان هم شته.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند زیاته کړه، افغان حکومت تر اوسه د سولي پروسې د پرمختګ او د کرونا ویروس د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې تر ۱۰۰۰ ډیر طالب بندیان خوشې کړي دي.

طالبان بیا د خپلو ټولو ۵۰۰۰ بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار کوي.