نشنل انټرسټ: قطر ته د خلیل‌زاد سفر د سیګار د راپور پسې وشو

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې د افغانستان او ایران په پوله کې په وروستۍ پېښې یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې دا پېښه د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو "نه‌بخښونکی جنایت" بلل شوی دی.

افغان چارواکي وايي تېره اوونۍ د ایران سرحدي ځواکونو لسګونه افغانان چې د کار لپاره ایران ته اوښتي و ځورولي، وهلي دي او اړ کړي یې دي چې ځانونه اوبو ته واچوي.

له دې ډلې ګڼ مړه شوي او لا یې هم د ځینو مړي له اوبو نه‌دي را ایستل شوي.

د واشنګټن اګزمېنر په لیکنه افغان چارواکو په دې اړه څېړنې پیل کړي، خو تر اوسه کومې نتیجې ته نه‌دي رسېدلي.

ځیني کسان چې له مرګه بچ شوي په هرات ولایت کې ازادي راډیو ته وویل چې د ایران سرحدي ځواکونو دوی څو ساعته ووهل او په اخر کې یې د ډزو په زور اړ کړل چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.

واشنګټن اګزمېنر په ولسي جرګه کې د هرات ولایت د یوه استازي حبیب‌الرحمن پدرام په حواله لیکلي چې له ۵۷ افغان پناه غوښتونکو چې مجبوره شوي ځانونه اوبو ته واچوي یوازې ۱۲ تنه بچ شوي.

د ښاغلي پدرام په خبره افغان کارګر د ۲۴ ساعتونو لپاره د ایراني ځواکونو په اسارت کې ول چې وروسته سیند ته نږدې وړل شوي او بیا یې اړ کړي چې ځانونه اوبو ته واچوي.

د پارلمان دغه غړي ویلي د هغو چې لامبو زده وه بچ شول، خو ګڼ نور چې لامبل‌یې نه‌وو زده د وسلې په زور اوبو ته ټېل وهل شول او اوبو ډوب کړل.

واشنګټن اګزمېنر لیکلي دا پېښه د افغانستان او ایران ترمنځ د کړکېچ سبب شوې. که څه هم ایراني چارواکي خپل پوله‌ساتي ځواکونه ګرم نه‌بولي، خو افغان چارواکو د تېرې اوونۍ دا پېښه "نه‌بخښونکی جنایت" بللی.

ورځپاڼې په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو خبرې هم راخیستي چې ویلي یې دي له افغان چارواکو غواړو چې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي او د پېښې عاملین عدالت ته راوکاږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چهارشنبه ویلي چې ایران له ګډو څېړنو او د پېښې له سیمې د بیا کتنې په اړه موافقه ورسره کړې ده.

  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ امریکايي مجلې په خپله وېب‌پاڼه یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې طالبانو د سولې تر توافق وروسته حملې زیاتې کړې دي.

په مقاله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان ته اشاره شوې، زلمی خلیل‌زاد په طالب استازو فشار راولي څو دا ډله د امریکا-طالبانو د تړون بشپړ عملي کولو ته غاړه کېږدي.

د مقالې له مخې قطر ته د خلیل‌زاد سفر د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش په راپور پسې وشو.

د سیګار مشر جان سوپکو ویلي و چې طالبانو له امریکا سره د فبرورۍ په ۲۹مه د تړون تر لاسلیک وروسته د امریکا له ملاتړ برخه‌من افغان حکومت پر ضد بریدونو ته زور ورکړی دی.

نشنل انټرسټ لیکلي د امریکا د حکومت راپور او د خلیل‌زاد سفر دا پوښتنې را پيدا کوي چې ایا دا تړون به افغانستان د امریکا له راوتلو وروسته په همدې حال وساتلی شي.

په مقاله کې راغلي که څه هم په مارچ میاشت کې د طالبانو بریدونه ۴۲ سلنه زیات شوي وو، خو په بهرنیو ځواکونو د هېڅ برید راپور نه‌دی ورکړل او دا هغه څه دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یو اصلي شرط جوړوي.

طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکا او نور بهرني پوځیان له افغانستانه وځي او په بدل کې یې دا ډله د دې ترڅنګ چې د ترهګرو په وړاندې درېږي له افغان حکومت سره به بین‌الافغاني خبرې هم کوي.

تړون خو ظاهراً دغو مسایلو ته اشاره کړې مګر افغان حکومت ویلي چې طالبانو بریدونو ته زور ورکړی او په تړون کې یې د تاوتریخوالي د کمولو ژمنو ته اعتنا نه‌ده کړې.

طالبان بیا وایي ترڅو چې د دوی پنځه زره بندیان نه‌وي خوشې بین‌الافغاني خبرې نه‌کوي او تر هغه به د دوی په خبره روانه جګړه مخته وړي.