هریرود سیند کې د افغانانو د ډوبېدو پېښې څېړونکی پلاوی هرات ته ورسېد

ایران سره پر پوله هریرود سیند کې د دوو تنو ډوب شویو افغانانو مړي.

په ایران کې د افغان کډوالو د شکنجه کېدو په اړه څېړونکی پلاوی هرات ولایت ته رسېدلی دی.

د هرات ولایت د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې یو پلاوی د جمعې په ورځ هرات ته تللی.

د ده په وینا، په دې پلاوي کې د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت، بېرته ستنېدونکو او کډوالو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست استازي شامل دي.

ښاغلی فرهاد زیاتوي: "د ملي امنیت شورا د سرپلټونکي حمیدالله طهماسي په مشرۍ یو پلاوی هرات ولایت ته رسېدلی دی چې په سیند کې د یو شمېر هېوادوالو د غرقېدو پېښه وارزوي."

د راپورونو له مخې چې په رسمي توګه نه‌دي تأیيد شوي، ۷۰ افغان کډوال په غیر قانوني توګه له هراته د ایران خاورې ته ننوتلي وو. د شاهدانو په وینا، د ایران پوله‌ساتو یاد افغان کډوال وهلي ډبولي او وروسته‌یې اړ ایستلي چې ځانونه د هریرود سیند ته واچوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې دننه شوې او دا د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو کار نه‌دی. افغان حکومت په دې اړه د پلټنو پیلولو خبر ورکړی دی.

ګلران سیمه له ایران سره پر پوله موقعیت لري. د دې سیمې ولسوال عبدالغني نوري پرون د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د ۱۸ افغان کډوالو مړي موندل شوي دي.