افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳،۷۷۸ ته ورسېد

ارشیف، روغتیايي کارکوونکی

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ۲۱۵ تازه پېښې ثبت کړې دي.

د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن د یوه وېډیویي پيغام له لارې وویل چې دغه تازه پېښې د څه باندې ۷۰۰ مشکوکو پېښو د معاینې په پایله کې معلومې شوي.

د ده په خبره، هرات، کابل، بلخ او کندهار هغه ولایتونه دي چې د تازه پېښو ډېره برخه په‌کې ثبت شوې ده.

له دې سره په ټول افغانستان کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر ۳،۷۷۸ ته ورسېد.

افغانستان کې کرونا ویروس تر اوسه ۱۰۹ تنه مړي کړي او ۴۷۲ تنه بېرته له دې ویروسه روغ شوي دي.