د ګلران ولسوال: ایران سره په پوله د ۱۲ نورو کسانو مړي هم موندل شوي

د دوو هغو افغانانو مړي چې ادعا کېږي د ایراني پوله‌ساتو له‎خوا په هریرود سیند کې ډوب شوي دي.

د هرات ولایت د ګلران ولسوال وايي چې له ایران سره په ګډ سرحد کې د ۱۲ نورو هغو کسانو مړي هم موندل شوي چې ویل کېږي د ایران امنیتي ځواکونو هریرود سیند ته غورځولي وو.

افغان حکومت د هغو راپورونو په اړه څېړنې پیل کړې دي چې وايي، د تېرې جمعې په ورځ د ایران سرحدي ځواکونو شااوخوا ۵۰ افغانان چې غوښتل‌یې په غیر قانوني ډول ایران ته ولاړ شي نیولي او له وهلو ټکولو وروسته‌یې د ایران اړوند ذوالفقار سیمه کې هریرود سیند ته غورځول شوي دي.

د ګلران ولسوال عبدالغني نوري روېټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې تر اوسه د ۱۷ کسانو مړي موندل شوي دي. نوري د یکشنبې په ورځ، د پنځو مړو د موندلو خبر ورکړی و.

بل‌خوا په ولسي جرګه کې د هرات استازی حبیب‌الرحمن پدرام او د فراه استازی عبدالستار حسیني چې د پېښې په اړه په څېړنو کې برخه لري، روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې ایراني پوځیانو ۵۷ افغانان سیند ته غورځولي چې له دې ډلې ۱۲ کسان له سیند څخه په وتو بریالي شوي او ۴۵ نور مړه شوي دي.

ایران دا تورونه رد کړي او د بهرنیو چارو وزارت‌یې ویلي دي چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.