د عراق پارلمان نوي صدراعظم مصطفی‌الکاظمي ته باور رایه ورکړه

د عراق پارلمان

د عراق پارلمان نوي صدراعظم مصطفی‌الکاظمي ته چهارشنبه ناوخته په غوڅ اکثریت د باور رأیه ورکړه.

په دې ترتیب د عراق د نوې کابینې د تشکیل لانجه چې له میاشتو میاشتو د دې هېواد د کړکېچ یو عمده دلیل بلل کېږي تر یوې اندازې هوار شو.

مصطفی‌الکاظمي د عراق د ملي اطلاعاتو پخوانی رئیس و.

د الکاظمي د نوې کابینې ۱۵ نوماند وزیرانو هم د باور رایه خپله کړه.

یوازې د بهرنیو چارو او د نفتو نوماند وزیرانو د عراق په پارلمان کې د خلکو د استازو د نظر د اختلاف په سبب د باور رایه وانه‌خیسته.

د عراق په پلازمېنه بغداد او جَنوب شیعه مېشتو ښارونو کې خلکو له تېر کاله د دولتي فساد، بې‌کارۍ، ناسمو عمومي خدماتو او د ایران د نفوذ په غبرګون پراخې مظاهرې وکړې.

دا مظاهرې د پخواني صدراعظم عادل عبدالمهدي د استعفا لامل هم شوې.

عبدالمهدي تر دې وروستیو ورځو د صدارت چارې د یوه کفیل په توګه مخته وړلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګس په عراق کې د نوي حکومت او کابینې له جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې امریکا به له یاد حکومت سره مرستې وکړي.