د مسکو ښاروال: صنعتي کارخانې او ساختماني شرکتونه به ژر فعالیت وکړي

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانن

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانن ویلي د مې تر ۱۲مې نېټې وروسته به په دې ښار کې صنعتي کارخانې او ساختماني شرکتونه خپل فعالیت پیل کړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په روسیه کې د کرونا ویروس پېښې تر ۱۰ زرو اوښتي دي. سوبیانن د چهارشنبې په ورځ د مې ۶مه د کابینې په انلاین غونډه کې وکړې.

د مسکو ښاروال زیاته کړه سره له دې چې په تېرو څو ورځو کې په پلازمېنه کې د کرونا ویروس رسمي راجستر شوې شمېرې کمې شوي، خو وایي لاهم په مسکو کې د خدماتي سکټورونو د بیا پرانیستلو لپاره وختي دی.

په دې غونډه کې د روسیې د اقتصاد وزیر ماکسیم ریشیتنیکوف وویل چې په دې هېواد کې په ټوله کې د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو په ترڅ کې اقتصادي فعالیتونه یو په درېیمه کم شوي دي.

د روسیې د روغتیا مسؤلین وايي چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۶۵،۲۲۹ تنو ته رسېدلي. ۱،۵۳۷ تنه هم په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.