امریکا وایي د افغانستان حکومت باید د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري د لسګونو افغان کډوالو د ډوبېدو پېښې راپورونه تعقیب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د کابل او تهران ترمنځ د هغه توافق خبر ورکړی چې له مخې بهیې د دواړو هېوادونو ګډ پلاوی دا پېښه څاري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د ایراني پولهساتو ځواکونو لهخوا له افغان کډوالو سره د بد چلند او ځورونې راپور خواشینی کړی دی.
مایک پومپیو د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د مې ۰۶» په ایران کې امریکایي بندیانو ته په اشارې وویل چې امریکا یوازنی هېواد نهدی چې وګړي یې د ایران له ظالمانه چلند سره مخامخ دي.
نوموړي وویل: "د تېرې اوونۍ راپورونه وایي ایراني پولهساتو د افغانستان د هرات ولایت په پولو کې له افغان کډوالو سره چې د ډوډۍ په لټه کې وو او جرئتیې وکړ له پولو واوړي، بد چلند شوی دی او هغوی یې ځورولي او ډوب کړي یې دي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د افغانستان حکومت باید د لسګونه کډوالو د ډوبېدو پېښه په بشپړو تحقیقاتو تعقیب کړي څو د دې کار عاملین ځواب ووایي.
بلهخوا د افغانستان حکومت وایي ایران ژمنه ورسره کړې چې په سرحدي سیمو کې د دې بد چلند په اړه راپورونه وارزوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه وایي ایران د یوه رسمي لیک په لېږلو سره ویلي چې دواړه هېوادونه یو ګډ پلاوی د تحقیقاتو لپاره د پېښې سیمې ته استوي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه د ایراني پولهساتو دا چلند "وحشیانه، غیر انساني او د نهبخښنې وړ جنایت" بللی دی.
اعمال وحشيانه و غیر انسانی كه باعث شهادت شماری از شهروندان مظلوم ما در مرز با ایران گردید،جنایات نا بخشودنیست. وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی افغانستان این رویداد اسف بار را، به منظور تامین عدالت،به گونه جدی پیگیری می کند.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) May 6, 2020
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه د عدالت د تطبیق په هدف په جدي ډول تعقیبوي.
افغان چارواکي وایي شاوخوا ۷۰ تنه افغانان چې د جمعې په ورځیې غوښتل په غیر قانوني ډول د ایران خاورې ته دننه شي، د هغه هېواد د پولهساتو لهخوا ونیول شول او تر وهلو او ځورونې وروستهیې اړ ایستي چې ځانونه اوبو ته وغورځوي.
دغې پېښې د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې تند غبرګونونه راوپارول.
طالبانو هم د ایراني ځواکونو لهخوا دا اقدام ظالمانه بللی او د یوې اعلامیې په خپرولو سرهیې د ایران له حکومت څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره د "ترحم، اسلامي اخوت او ګاونډیتوب له اصولو سره سم" چلند وکړي.
د هرات ولایت چارواکي وایي د هریرود له سیند څخهیې ۱۲ مړي موندلي دي.
هریرود سیند څخه د غورځول شویو افغانانو د موندلو عملیات پیل شوي
ایراني چارواکي بیا د دې پېښې په اړه بېلې څرګندونې کړې دي.
په لومړي سر کې په هرات کې د ایران قونسلګرۍ دا راپورونه په کلکه رد کړل او ویېویل چې بېلابېلو سرچینو لکه د تایباد سرحدي مسؤلینو دا موضوع رد کړې ده.
تر دې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د یکشنبې په ورځ د غویي ۱۴ وویل چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اوس وایي ایران د یوه رسمي لیک په استولو سره منلې چې دواړه هېوادونه به د پېښې د ارزولو لپاره یو ګډ پلاوی سیمې ته واستوي.