حسن روحاني: ایران باید د ملګرو ملتونو له تسلیحاتي بندیزه ووځي

حسن روحاني

د ایران ولسمشر وایي، هېواد یې دا حق لري چې د ملګرو ملتونو له تسلیحاتي بندیزه ووځي.

حسن روحاني نن چهارشنبه د خپلې کابینې په غونډه کې وویل، د ملګرو ملتونو د ۲۲۳۱ نمبر پرېکړه لیک له مخې، پر ایران تسلیحاتي بندیزونه د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون د لاسلیک په پنځم کال باید لرې شي.

ښاغلي روحاني ویلي، که دوی وسلې جوړوي او یا یې اخلي، هدف یې د ځان او د ولس دفاع ده.

پر ایران د ملګرو ملتونو تسلیحاتي بندیز څو میاشتو کې پای ته رسېږي.

د راپورونو له مخې امریکا پر داسې مصوبې کار کوي چې پر تهران د ملګرو ملتونو دغه بندیز وغځوي.