ملي امنیت: کابل کې د داعش او حقاني شبکې ګډه هسته له‌منځه یوړل شوه

ارشیف

د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي، کابل کې یې د داعش او حقاني شبکې ګډه هسته له‌منځه یوړه.

د دغه ریاست خبرپاڼه وایي، دوی تېره شپه د کابل ښار ۱۱مه ناحیه سرکوتل سیمه او شکر درې ولسوالۍ کې د دغې هستې پر ضد هدفي عملیات کړي دي.

د ملي امنیت ریاست وایي، په عملیاتو کې د دغې مخالفې ډلې پنځه غړي وژل شوي او اته نور یې له سپکو او درنو وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د دغې ګډې هستې مشري د داعش کتیبې مسؤل او همغږي کوونکي ثناالله پر غاړه درلوده.

ملي امنیت وايي، همدې ډلې د ولسمشر د لوړې پر مراسمو راکټي برید، د سېکهانو پر درمسال ځانمرګي برید، د عبدالعلي مزاري د تلین پر غونډې ډله‌ییز برید او بګرام هوایي اډې وروستي توغندیز برید کې لاس درلود.

د ملي امنیت په وینا، دغې وسله‌والې ډلې په کابل ښار کې هدفي وژنې هم کولې.