د طالبانو ۵۲ نور بندیان هم له زندانه ازاد شول

ازاد شوي بندیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د طالبانو ۵۲ نور زندانیان‌یې هم خوشې کړل.

دغې شورا نن پر خپله ټویټرپانه لیکلي چې دغه طالب زندانیان تېره ورځ د ولسمشر د هغه فرمان له مخې خلاص شوي چې د مارچ په ۱۱مه‌یې ورکړی دی.

ملي امنیت شورا د طالب زندانیانو د خلاصولو هدف د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی او د سولې بهیر کې پرمختګ یاد کړی دی.

دغې شورا ویلي، خوشې شویو طالبانو نه‌یې قسم اخیستی چې بیا به د افغانانو پر ضد جګړې ته نه‌ورګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو هم په کندهار ولایت کې د حکومت ۲۰ تنه بندیان ازاد کړي دي.