افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳،۳۹۲ ته پورته شو

ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳،۳۹۲ ته پورته شو.

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح خبریالانو ته وویل، دوی تېرو ۲۴ ساعتونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ۱۶۸ تازه پېښې ثبت کړې دي.

د ښاغلي مجروح په خبره د ټولو اخته شویو کسانو له ډلې څه باندې ۴۵۰ کسان بېرته روغ شوي دي او دا مهال دوی د کرونا ویروس ۲،۸۳۵ فعالې پېښې لري.

تر اوسه ۱۰۴ افغانانو د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.