'په منځنۍ اروپا، بالکان او اېرو اېشیا کې ډیموکراسي ځپل کېږي'

فریډم هاوس لوګو

فریډم هاوس چې مرکز یې په امریکا کې دی او په نړۍ کې د ولسواکیو وضعیت څاري، خبرداری ورکړ چې په منځنۍ اروپا، بالکان او اېرو اېشیا کې ډیموکراسي بې‌درېغه ځپل کېږي.

دې ډلې په خپل کالني راپور کې چې نن چهارشنبه‌یې خپور کړ، ویلي "په منځنۍ او ختیځه اروپا کې ګڼ شمېر مشرانو حتی له داسې انګېرلو هم لاس اخیستی چې ګواکي دوی د ولسواکۍ اصول پلي کوي. دوی په ښکاره پر ډیموکراتیکو ادارو حملې کوي او د فردي ازادیو د محدودولو هڅې کوي."

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د کرونا ویروس د اوسنۍ وبا له کبله ښايي پر ډیموکراتیکو ادارو بریدونه نور هم ډېر شي.