خوست کې د سردار عارف وزیر د وژلو پر ضد لاریون وشو

خوست کې لاریون

په خوست کې وزیرستاني کډوالو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر سردار عارف وزیر د وژلو په خاطر لاریون وکړ.

په دې لاریون کې د وزیرستان ګڼو کسانو برخه واخیسته. دوی د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د عارف وزیر د وژلو د پېښې پوښتنه وکړي.

عارف وزیر د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې په یوه وسله‌وال برید کې سخت ټپي شو چې په سبا یې له اخیستو ټپونو ساه ورکړه.

د بخښنې نړیوال سازمان د عارف وزیر وژنه غندلې ده او په دې برخه کې یې د پاکستان له حکومته د پلټنو او بې‌پرې تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.