طالبانو ۲۰ تنه دولتي بندیان خوشې کړي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

طالبانو د ۲۰ تنه دولتي بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون مازدیګر پر ټویټر ولیکل چې ۲۰ تنه‌یې په کندهار کې خوشې کړي دي.

خو په کندهار کې تېره شپه تر ناوخته امنیه قومانداني ویل چې تر دې دمه اسیران دوی ته نه‌دې سپارل شوي.

له دې سره د طالبانو له لوري د خوشې شویو بندیانو شمېر ۱۳۲ ته ورسېد.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت شورا وایي چې تر اوسه‌یې ۸۵۰ طالبان ازاد کړي دي. دې شورا په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر طالبانو دا ژمنې هم خپرې کړې دي چې بیا به د جګړو لیکو ته نه‌ځي.

د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې له توافق سره سم چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ وشو باید افغان حکومت نږدې پنځه زره طالبان ازاد کړي او طالبان شااوخوا زر تنه حکومتي اسیران خوشې کړي.