برښنا شرکت: د برښنا ستنو د الوزولو لړۍ به ګڼې ستونزې پيدا کړي

میربچه کوټ سیمه کې د برښنا ویجاړه شوې ستن

تېره یوه اوونۍ د افغانستان برښنا شرکت ښه ورځ نه‌درلوده.

په دې موده کې په کابل او پروان ولایتونو کې د برښنا ۴ ستنې په بمونو والوزول شوې.

د افغانستان برښنا شرکت وايي، له دې امله دوی ته په میلیونونو افغانۍ زیان اوښتی دی.

په یوې تازه پېښه کې تېره شپه د پروان ولایت د ګلغنډۍ په سیمه کې له ازبېکستان څخه د راغلې برښنا دوه ستنې په بمونو الوزول شوې دي.

د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، که دا لړۍ دغه‌شان روانه وي ډېر ژر به د افغانستان یو شمېر ښارونه د برښنا له نعمت څخه محروم شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي

ښاغلی توحیدي زیاتوي: "له یو خوا د برښنا د لګښتونو په ورکړه کې د خلکو نه‌همکاري، له بلې خوا د ګاونډیو هېوادونو پورونه چې باید ورکړل شي، هاخوا بیا د برښنايي ستنو نړول چې په زیاتو پیسو بېرته جوړېږي دا ټول هغه څه دي چې په راتلونکي کې د افغانستان برښنا شرکت له لویو ستونزو سره مخ کولای شي."

وړمه شپه د کابل په چمتلې سیمه کې د برښنا یوه ستنه په بم والوزل شوه، له هغې وړاندې بیا د کابل په میربچه ګوت ولسوالۍ کې هم یو ستنه په بم الوزول شوې وه.

که څه هم د افغانستان برښنا شرکت نه‌وايي چې دغه کار چا کړی، خو د کورنیو چارو وزارت د دغې کړنې عاملینو ته د ترهګرو خطاب کوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني ازادي راډیو ته وویل، په دې تړاو څېړنې روانې دي او ژر به‌یې عاملین ونیول شي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني

اغلې امیني زیاتوي: "د افغانستان دښمنانو تل هڅه کړې چې عام‌المنفعه ځایونه او ملي شتمنۍ له ګواښ سره مخ کړي، په دې برخه کې زموږ هڅې روانې دي او ډېر ژر به د دې ناوړه عمل عاملین ونیسو او د قانون منګولو ته به‌یې سپارو، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تازه اقدام کې یو شپږ کسیزه ډله په دې تړاو نیولې ده."

د اغلې امیني په خبره، په نیول شویو کسانو کې یو هم د کابل ولایت د یوې ولسوالۍ د طالبانو د نومول شوي ولسوال ورور دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي، د برښنا د ستنو په نړولو کې دوی لاس نه‌لري.

د ښاغلي مجاهد په خبره، د جګړې پر مهال ممکن د برښنا ستنو ته زیان ورسېږي یا مزي یې پرې شي، خو په ټوله کې دوی د برښنا له ستنو سره کومه ستونزه نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان لویې څارنوالۍ دل آقا چې په مماتي سالنګ مشهور و له یوه همکار سره‌یې په ۱۶ کاله بند محکوم کړ.

مماتي سالنګ

مماتي سالنګ تېر کال د برښنا یوې ستنې د ویجاړولو په تور ونیول شو.

د افغانستان د برښنا شرکت له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د برښنايي ستنو په تړاو نیول شوي کسان علني محکمه کړي.